دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

مارنوس لبوس شین خپل قرارداد له ګلیمورګن کلب سره تر ۲۰۲۲ م کاله پورې وغځوه

د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې نامتو کرکټر مارنوس لبوس شين خپل تړون له ګلیمورګن کلب سره تر ۲۰۲۲ م کاله پورې اوږد کړ.مارنوس به په روان کال کې د کرونا ویروس له امله په دې ونه توانیږي چې د یاد کلب سره سیالۍ ترسره کړي.د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې مخکښ توپ وهونکې ویلي،، زه ډېر زیات خوشاله یم چې یو ځل بیا مې د خپل تړون نېټه ۲۰۲۲ م کال ته وغځید،زه به د ویلز او ګليمورګن کلب لپاره ډېر ښه ولوبیږم، زه پر دې کلب کې خوشاله یم او مونږ د کرکټ په برخه کې پیاوړې توپ وهونکې او توپ اچونکې له ځانه سره لرو،،

د ګلیمورګن کلب راییس مارک والیس د مارنوس لبوس شین په اړه ویلي،، زه پوهیدم چې هغه په ۲۰۲۰ م کال کې زمونږ لپاره نشي لوبیدی، کوم څه ته چې کلب ضرورت لري نو مارنوس ورته ژمن دی، هغه د کرکټ سره مينه لري او په خپلې توپ وهنې هميشته کار کوي،نوموړی زمونږ کلب ته په توپ وهنه کې مکمله انرژي ورکوي،،یاده دې وي چې مارنوس لبوس شین د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې خورا ښه توپ وهونکی دی چې په ټيسټ او پنځوس اوریزه لوبه کې ځانګړی شهرت لري.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې