دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

لوئس مک کارتي د ایرلینډ ښځينه لوبډلې ته راستنه شوه

مک کارټي په ۲۰۱۷ م کال کې د ایرلینډ د ښځينه لوبډلې څخه وتلی وه او اوس بیرته په ۲۰۲۰ م کال کې ایرلینډ لوبډلې ته راستنه شوه.مک کارټي چټکه توپ اچونکی ده او د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې سره یو ځل بیا د لوبغاړی په صفت یوځای شوه.مک کارټي ویلي،، دا زما لپاره یو لوی ویاړ دی چې بيرته ملي لوبډلې ته راستنه شوم، زه اوس ډېر ښه احساس کوم،زه به یو وخت کې د سوپر درې لوبغاړی په نوم مشوره وم،،د ښځينه و لوبډلې مشر روزونکي ایډ جویس ویلي و،، مونږ ډېر خوشاله یو چې مک یو ځل بیا ملي لوبډلې ته راستنه شوه،

زمونږ د میرمنو مشر انتخاب کوونکي کېري ارچر، هم همدا هيله لروده چې مک بیرته ملي لوبډلې ته راوګرځي ځکه هغه یوه ښه لوبغاړی ده او ټیم ورسره د ارامۍ احساس کولای شي،، ایرلینډ کرکټ ښځینه لوبډله به د جولای په میاشت کې سریلانکا ته سفر وکړي او هلته به د نړیوال جام لپاره د سیالیو برخوالي شي.یاده دې وي چې مک کارټي له درکلن ځنډ وروسته د ایرلینډ کرکټ ښځینه لوبډلې ته بیرته راوګرځيده.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې