دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

شعیب ملک به څلور اونۍ روزنیز کمپ له لاسه ورکړي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی شعیب ملک به د انګلستان خلاف د درې شل اوریزه او درې ټيسټ لوبو لومړی څلور اونۍ تمریناتي کمپ له لاسه ورکړي.شعیب ملک ته د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره په انګلستان کې د پاکستان د روزنې لومړۍ څلور اونۍ رخصت کولو لپاره ځانګړي اجازه ورکړل شوې ده.د پاکستان کرکټ بورډ ویلي،،

شعیب ملک د کرونا ویروس له امله پنځه میاشتې کيږي چې خپله میرمن ثانيا ميرزا او د هغه کوچنۍ زوی نه دی لیدلی،،پاکستان کرکټ ملي لوبډله به د روانې میاشتې په ۲۸ نيټه انګلستان هیواد ته د سیالیو لپاره سفر وکړي.هلته به د ۱۴ ورځنې قرنطین وروسته بیا خپل تمرینات د سره پيل کړي.یاده دې وي چې انګلستان کرکټ ملي لوبډله د جولای میاشتې په اتمه نېټه نړیوال کرکټ بیا پیلوي چې خپله لومړی ټیسټ لوبه به د جولای په اتمه نېټه د بین سټوګز په کيپتانۍ کې د ویسټ انډیز پر وړاندې ترسره کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې