دلوبغاړو په اړه

سنجی مانجریکر: وېرات کوهلي په ټولو فارمیټونو کې عالي دی

د هندۍ لوبډلې پخواني کریکټر سنجی مانجریکر ویلي دي، چې هندۍ لوبډله دې ته اړتیا نلري چې د وېرات کوهلي پر ځای دې بل لوبډلمشر وټاکې ځکه چې کوهلي د لوبډلې لپاره خورا ښه دنده تر سره کړې او خپل مسؤلیت یې تل ادا کړی دی.

د یادولو وړ ده چې هند کریکټ ملي لوبډله یو له هغو لوبډلو څخه ده چې د نړۍ د نورو لوبډلو په پرتله یې په خپله لوبډله کې د کریکټ درې واړو بڼو لپاره یو لوبډلمشر ټاکلی دی. مانجریکر په یو یوټیوب چینل کې د خبرو په دوام سره داسې وویل:

((که تاسو غواړئ چې خوشبخته اوسئ او یو کیپتان ولرئ د درې واړو فارمیټونو لپاره نو بیا اړتیا نشته چې د هر فارمیټ لپاره جلا جلا لوبډلمشر ولرئ. مونږ وېرات کوهلي لرو چې په دریو واړو فارمیټونو کې ځانګړی او غوره لوبډلمشر دی. هند اړتیا نلري چې د هر فارمیټ لپاره بیلابیل کيپتانان ولري.))

مخکې د هندۍ لوبډلې لپاره ډوني یو ویاړلی لوبډلمشر وه او هندۍ لوبډلې پرې تل سخت وخت کې تکیه کړې ده.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې