افغانستان کریکټ

د کرکټ بورډ رهبرۍ د بدلون اوازې بې بنسټه دي!

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان کرکټ بورډ د رهبرۍ د بدلون اوازې خپرې شوي چې ګواکې د بورډ په رهبرۍ کې تغیرات راځي په همدې اړه د کرکټ بورډ سلاکار عبدالله باکزي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي او په خپله فیسبوک یې لیکلي ( ( دافغانستان کرکټ بورډ اداره په بشپړه توګه هراړخیزو اصلاحاتو، پرمختګونو او نوښتونو ته ژمنه ده! 

دتیرو دوو هفتو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې دافغانستان کرکټ بورډ درهبرۍ د ادلون او بدلون موضوع ګرمه ده پداسې حال کې چې هیڅ حقیقت نلري، دافغان کرکټ بورډ مشر ښاغلې فرهان یوسفزی دکرکټ دپرمختیا او پراختیا لپاره بنيادي اصلاحات، بدلونونه، پرمختګونه او غوره کاري چاپيريال رامنځته کړې،  ښاغلې یوسفزی غواړي چې افغان کرکټ دنړیوالو سره سیال او دهیواد ټول اقوام او قبایل پرې راټول کړي.

زه دافغان کرکټ بورډ دمشر ښاغلي فرهان یوسفزي د هڅو او هلو ځلو ستاينه او قدردانی کوم، واقعاً چې يوه غوره او مثالي اداره يې جوړه کړې ده د اداراتو رهبرۍ ته د ځوانانو راوستل دا ګټه لري چې بدلون او اصلاحات ورسره راځي.  

درانه هیواد وال دې هیڅ ډول تشویش نکوي تر څو چې دکرکټ ملي لوبډله په نړیوالو میدانونو دافغانستان ځلانده او ویاړلې بیرغ ونه رپوي دکرکټ اوسنۍ رهبري به پخپل ځای وي. 

دیو ازاد، سوکاله او پرمختللي افغانستان په هیله! )) 

په دې وروستو کې یو شمیر ملي لوبغاړي ، د بورډ پخواني مشران ، ګروپونه او کړۍ په دې هڅه کې دي چې د کرکټ بورډ ریاست لپاره د خپلې خوښې وړ کس راولي. په همدې موخه یې یو شمیر سیاسي چارواکو سره لیدنې کړې او له هغوﺉ څخه یې د مرستې غوښتنه کړې.  بل خوا په ارګ کې د مهمو سرچینو په احواله چې تر اوسه ولسمشر د نوي ریس رالیږلو هیڅ پلان نه لري سرچینې زیاتوي چې تر ډیره بریده ولسمشر د کرکټ بورډ د اوسنۍ رهبرۍ څخه خوښ دی نو پر همدې اساس بورډ کې تغیراتو ته هم ډیر خوشبینه نه دی  : (خیرالله پرهر)

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې