نړیوال کریکټ

د مهېندانند التګامیګ ادغا تر څېړنو لاندې ونیول شوه

د سریلانکا پخواني سپورټ وزیر مهېندانند التګامیګ د تیرې پنجشبې په ورځ ادغا کړې وه چې د سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د نړیوال جام پر مهال په لوی لاس هند ته فاینل لوبه وبایلله او دا سیالۍ پلورل شوې وه.

مهېندانند التګامیګ ویلي وه، چې دا مسله باید په پوره توګه وڅېړل شې او ازادې پلټنې باید وشې. تر څو هر څوک په رښتینې حقیقت پوه شې. په ورته وخت کې د دې لوي ادغا په تعقیب سره، د سریلانکا هېواد اوسني د سپورټ وزیر امر کړی دی چې دا موضوع باید په جدي توګه وڅيړې.

نوي وزیر همدا رنګه غوښتنه کړې ده، چې د دې قضیې د پرمختګ راپور باید په هرو دوه اونیو کې نوموړي ته ورکړل شې.  یو شمېر رسنیو د سرچینو پر حواله ویلي دي، چې د سریلانکا د سپورټ نوي وزیر رویانچندرا د شنبې په ورځ وزارت تحقیقاتي واحد ته شکایت کړی دی.

مهېندانند التګامیګ چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې یې د سریلانکا د سپورټ وزیر په توګه یې دنده پر مخ وړله پدې وروستیو کې یې یوې تلویزونې شبکې سره په خبرو کې ویلي وه: ((چې مونږ په لوی لاس هند ته سیمې فاینل لوبه بایللې وه او دا سیالۍ پلورل شوې وه. ما هغه وخت هم یادونه کړې وه.))

له بلې خوا پخواني لوبډلمشر سنګکارا په یاد نړیوال جام کې د درغلۍ ادغاوې رد کړې دي او ویلي یې دي، چې مهېندانند التګامیګ باید خپل “شواهد” د فساد ضد کمیټې او اي سي سي ته واستوي تر څو دا قضیه په بشپړه توګه وڅېړل شې.

سریلانکا په یاده لوبه کې په ټاکلو پنځوسو اوورنو کې ۲۷۴ منډې جوړې کړې وې. خو د سریلانکا له لوري خرابه توپ اچوونه او کمزورې ډګر ساتنه د دې لامل شوه چې ماته وخورې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې