نړیوال کریکټ

د سارو ګنګولي او کورنۍ لپاره یې بدترینه خبرونه

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني مخکښ توپ وهونکې اود
BCCI
کمېټې مشر، سارو ګنګولي کورنۍ په کرونا ویروس اخته شوې.راپورنه وایي د سارو ګنګولي مشر ورور سنیها شيش ګنګولي او د هغه خواښې پر کرونا ویروس اخته شوې.دا دواړه د ګنګولي په پلرني کور کې اوسیږي او د خلکو د شکایت وروسته دا خبرې له رسنیو راڅرګندې شوې.دواړو لپاره شخصي ډاکټران نیول شوې سنيها شيش او خواښې به یې نن یو ځل بیا ازموینه ورکړي او له ازموینې وروسته به د ډاکټرانو تر مشورې وروسته یا روخصت کړې شي او یا به خپل کور کې قرنطین شي.سارو ګنګولي د هندوستان د
BCCI


کمېټې مشر غړی دی او د مارچ په میاشت کې یې د خپلو هندي هیوادوالو سره ۵۰ لکه ډالر کومک وکړ، په بله میاشت کې هغه ۲۰۰ کیلو ګرامه وریجې پر غریبو وویشلي، نوموړی تیر کال د بي سي سي ای کمېټې مشر وټاکل شو او د ښه خدمتونو له مخې هغه ډېر زیات وستایل شو.یاده دې وي چې سارو ګنګولي د هیواد نامتو کرکټر و چې څو کاله وړاندې یې له نړیوال کرکټ سره د تل لپاره مخه ښه وکړه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې