افغانستان کریکټ

د راشد خان د مور مړینه؛ او د هندي لوبغاړو د غمرازۍ ټویټونه

د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې ورو یا سوکه توپ اچوونکې مور د پنجشنبې په ورځ د ور پیښې ناروغۍ له کبله “وفات” شوه. چې راشد خان بیا وروسته پر خپل ټوېټر اکاونټ او فېسبوکپاڼه باندې “ژوره” خواشینې څرګنده کړه او له هېوادوالو یې وغوښتل چې د نوموړي د مور د روح لپاره دوعاوې وکړې.

په ورته وخت کې د هند لیجنډ لوبغاړي سچن ټنډولکر راشد خان ته په یو ټويټ کې لیکلې دي: ((دا ناممکن کار دی چې د هغه چا درد درک کړو چې مونږ سره مینه لري. ستاسو مور به تل له تاسو سره وي. راشد تاسو او ستاسو کورنۍ سره خواشینې یم. خدای دې د هغې روح ارام کړې.))

همدغه راز د هندۍ لوبډلې افسانوې الراونډر عرفان پټان لیکلې دي: ((الله دې تاسو او ستاسو کورنۍ ته د دې درد زغملو توان در کړي.)) همدا شان د ای پي ایل فرنچایز او د راشد خان اړوند لوبډلې سنراېزر حېدراباد بیا پر خپل رسمي ټوېټر اکاونټ لیکلې دي: ((د راشد خان او د هغې کورنۍ سره پدې خواخوږۍ کې ځان شریک بولو. پدې سخت وخت کې د هغه ملاتړ کوو او خدای دې د هغې روح ارام کړې.))

د یادونې وړ ده چې نن د ننګرهار ولایت والي هم د راشد خان کور ته ورغلی وه او د هغه ارواښادې مور بي بي د مړینې له امله یې د فاتحې مراسم تر سره کړل. د یاد ولایت د رسنیو مقام له لوري په خپره شوې خبر “پاڼه” کې راغلي دي، چې ملي اتل راشد خان له والي شاه محمود څخه لدې امله مننه وکړه چې ښه او ډاډمنه فضا یې رامینځته کړې وه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې