دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

بنګله دیشی راچمند ګواله و مړ

د بنګله دیش کرکټ بي ساری نوښتګر کیڼ لاسی بالر راچمند ګواله د ورپيښې ناروغۍ له امله د ۷۹ کلنۍ په عمر ومړ.ګولا په میمنه او ډهاکه کې د بیلابیلو کلبونو لپاره لوبیدلې دی.چې په بریالیتوب سره یې په کرکټ کې خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړې دي.نوموړي په ۵۳ کلنۍ کې د کرکټ له دونیا څخه تقاعد اعلان کړ.هغه د سیمه ایزو کلبونو او سازمانونو لپاره د ابوني ، محمدان ، پنډیت پارا ، ال هلال په داوطلبانه ډول د روزونکي په توګه دنده ترسره کړې.

د دې ترڅنګ ګولا میونسانګ والسوالۍ سپورټس ایسوسي ایشن لخوا تنظيم شوې.نوموړي د انډر ۱۴ او انډر ۱۸ لوبډلو لپاره مشر روزونکی هم پاتې شوې و.د بنګله دیش د ملي لوبډلې پخواني کيپتان اکرم خان ویلي،،ګولا زمونږ د هیواد لپاره د کيڼ لاسي توپ وهونکې بونیاد ګوزر و او له هغې راورسته یې په ولایتې سطحه ښه سیالۍ ترسره کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې