نړیوال کریکټ

انګلیستان د وېسټ انډېز پر وړاندې لوبډله اعلان کړه

د انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې د وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې پر وړاندې نوملړ اعلان کړ. د یادولو وړ ده چې دا سیالۍ د انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې په کوربتوب تر سره کېږي. چې وېسټ انډېزۍ لوبډله له وړاندې دغو درې ټېسټ سیالیو لپاره انګلیستان ته تللې ده.  

د یادولو وړ ده چې د جولای پر اتمه نیټه به د انګلیستان په کوربتوب د وېسټ انډېز او انګلیستان ترمنځ لومړۍ ټېسټ سیالۍ پیل شي، دوهمه ټېسټ سیالۍ به ۱۶ نیټه او دریمه (وروستۍ) ټېسټ لوبه بیا پر ۲۴ مه نیټه ترسره شې.  هېره دې نه وې چې دا سیالۍ د نندارچیانو پرته د تړلو دروازو تر شا د انګلیستان په سټیو همپتن او مانچسټر ښارونو کې ترسره کېږي.  

د انګلیستان اعلان شوي لوبډله:

معین علي، جېمز انډرسن، جوپرا ارچر، جانتان بریسټو، ډومینیک بیس، جېمز بریسي، سټارټ بروډ، روري بورنز، جوس بیټلر، زک کراولي، سام کوران، جوی ډینلي، بین پوکیز، لیویز ګریګوري، کېټون جینینګ، ډان لاوړینس، جاک لیچ، سقیب مومند، کریګ ایورټون، جېم ایورټون، متیو پارکینسون، اوولي پوپ، اوولي روبینسون، جې روټ، ډام سیبلي، بین سټوکس، اوولي سټون، امر ویرډي، کریس ووکس او مارک ووډ. 

د وېسټ انډېز اعلان شوي لوبډله:

جېسن هولډر لوبډلمشر، جرماین بلک ووډ، نکروماه بونر، کریګ بریتوېت، شماراح بروکس، جون کمبیل، روسټن چېس، رخیم کوموال، شېن دوریش، چیمر هولډر، شې هوپ، الزاري جوزیف، رومین رېف، کېمر روچ، سونیل امبریس، جوشا ډا سلوا، شېنون ګبریل، کیون هیرډینګ، کیل مایرز، پریسټون مکسوین، مارکیون مینډلي، شین موسیلي، انډرس پيلیپ، اوشین توماس او جومیل واریسن.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې