دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

ریچل پریسټ له نړیوال کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ

د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې ښځینه لوبغاړی ریچل پریسټ له نړیوال کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ. د پریسټ سره دا ځل نیوزیلینډ کرکټ بورډ مرکزي قرارداد اعلان نه کړې نو په همدې وجه یې له نړیوال کرکټ څخه مخه ښه وکړه.پریسټ د نیوزیلينډ لپاره ۱۳ کاله نړیوال کرکټ وکړ. هغه د نیوزیلینډ ښځینه لوبډلې لپاره ۸۷ پنځوس اوریزې،

۷۵ یې بیا شل اوریزې، په پنځوس اوریزه لوبو کې ۱۶۷۴ او په شل اوریزه لوبو کې ۸۷۳ منډې ترلاسه کړې دي.هغه په ۲۰۲۰ م کال نړیوال شل اوریزه جام په څلورو سیالیو کې ۶۰ منډې وکړي.پریسټ د خپل تقاعد په اړه روښانه نه کړه چې ولی یې له نړیوال کرکټ څخه تقاعد کړې خو د راتلونکي کورني لیګ په اړه یې ښه احساس درلود.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې