افغانستان کریکټ

اصغر افغان: سږ کال مو د آسیا جام ګټل موخه ده

د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان چې اوسمهال په مرکز کابل کې په روان تمریناتې کمپ کې بوخت دی او له نورو افغان لوبغاړو سره یې د نړیوال جام او اسیا جام د چمتووالې لپاره یې تمریناتې کمپ پیل کړی دی. افغان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي، چې سږ کال مو تر ټولو لومړنۍ موخه د اسیا جام ګټل دي. 

اصغر افغان ویلي دي، که مونږ په اسیا جام کې ښیې لوبې وکړو نو تر پایلوبې لار موندلی شو او که پایلوبه ولوبوو نو کولی شو چې نړیوال جام وګټو. افغان د روان تمریناتې کمپ په تړاو وویل، چې دا یاد روان کمپ یې د اسیا جام او نړیوال جام د چمتووالې لپاره په لاره اچولی دی. 

افغان زیاتوي چې زمونږ موخه دا ده چې نړیوال جام او اسیا جام کې ښه سیالۍ ترسره کړو. اصغر افغان وویل: “اسیا کپ او نړیوال جام ته دا تمریناتې کمپ موږ په لاره اچولی باید موږ ځان اماده وساتو. په اسیا کپ کې زموږ موخه داده چي ښیې سیالۍ ترسره کړو، ټیمونو ته ماته ورکړو. د افغانستان سلو توپ اچونکي ډېر قوي دي، نو د همدې په مټ موږ کولای شو اسیا کپ کې ښیې لوبې ترسره کړو، که ښیې لوبې ترسره کړو د ګټلو امکان یې شته دی.”  د یادونې وړ ده چې تیره اونۍ ۲۴ افغان لوبغاړو په پلازمینه کابل کې تمریناتې کمپ پیل کړ چې یوه میاشت به دوام ومومي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې