لیګونهنړیوال کریکټ

احسان ماني :سږکال نړیوال شل اوریزه جام امکان نلري چې ترسرشي

د پاکستان کرکټ بورډ رییس احسان ماني ویلي،، نړیوال شل اوریزه جام شاید دا ځل ترسره نشي او تر ډېره یې د ترسره کیدو امکان نشته،، ماني دا څرګندوني وروسته له هغې کوي کله چې د استرالیا کرکټ بورډ رییس ایرل ایډینګز د رسنیو سره په خبرو کې ویلي وې چې دا ځل په استرالیا کې د نړیوال شل اوریزه جام ترسره کول هیڅ امکان نلري ایرل دلیل دا روستی چې اوس هم په هغه ۱۶ هیوادونو کې کرونا ویروس شته کوم چې د نړیوال شل اوریزه جام برخوال دي.

له تراوسه پورې د کرکټ نړیوالې شورا د دې جام د ترسره وي پرېکړه نه ده کړې چې ترسره به شي او کنه؟ خو بل طرف ته چې د نړیوال شل اوریزه جام غټ خنډ دی هغه د هندوستان کورنی تجارتي لیګ دی. هند کرکټ بورډ پرون اعلان وکړ چې د روان ۲۰۲۰ م کال په سيپټمبر میاشت کې د خپل لیګ پرانیسته کوي. د دې خبر وروسته استرالیا کرکټ بورډ پاکستان کرکټ بورډ او ورته نورو بورډونه هم اعلان وکړ چې په دې حالاتو کې شل اوریزه جام ترسره کول غوره نه دي.یاده دې وي چې هندوستان کرکټ بورډ په

ICC

کې پوره صلاحیت لري او د معلوماتو پر اساس شاید نړیوال شل اوریزه جام د هندي لیګ قرباني شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې