دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

فخر زمان :خپل باور مې کرکټ راخراب کړ

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې نوموتي کرکټر فخر زمان ویلي،، پر ځان مې دومره باور درلود چې خپلو تمریناتو ته مې هیڅ پام نه کوو.زما لپاره ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام هیڅ ښه نه و، زه کوښښ کوم چې په خپلو تخنیکي اړخونو ډېر کار وکړم او خپلې تیروتنې اصلاح کړم. زه پر خپلو نیمګړتیاو کار کوم او تاسو به څه موده وروسته ما وګورئ چې زما په تخنیکي کرکټ کې څومره بدلون راغلی، زه په لوبو کې هیڅ ډول فشار نلرم که هغه د هرې لوبډلې پر وړاندې وي تل پر ځان باورې یم او خپل کرکټ په ډاډه زړه ترسره کوم خو په دې وروستیو کې زما تخنیکي کرکټ ډېر خراب شوې چې اوس لپاره مې پرې پوره کار روان کړې زه دا ځل په ۲۹ کسیزه سکواډ کې د انګلستان خلاف پر وړاندې اخیستل شوې یم مونږ له انګلستان سره درې شل اوریزه لوبې لرو او باید په دې سیالیو کې زه باید د یو ښه اوپنر پڅير ځان ثابت کړم،،

یاده دې وي چې فخر زمان د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره په لومړیو دووکلونو کې ډېر ښه وځلید خو وروستيو کلونو کې یې د کرکټ بڼه ډېره بدله ښکاري.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې