لیګونه

راپورنه: بي سي سي آي پلان لري چې ای پي ایل د سپټمبر په ۲۶ نیټه پیل کړې

د هندوستان کریکټ بورډ کنټرول اداره په پام کې لري چې د ۲۰۲۰ میلادي کال د آی پي ایل ۱۳ م پړاو د سپټمبر پر ۲۶ مه نیټه پیل کړي. د یو شمیر راپورنو پر وینا، چې دا لیګ د هند کریکټ کنټرول ادارې له لوري د سپټمبر ۲۶ مې نیټې ته پلان شوی دی.  دا لیګ د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ له امله له خنډ او ځنډ سره مخ شوی وه. چې تر دې دمه پورې دقیقه نیټه په ډاګه نه شوه. خو له بلې خوا یو شمیر هندي رسنیو راپورنه ور کړې دي چې بي سي سي اي دا لیګ د سپټمبر پر ۲۶ مې نیټه پیلیوي.  خو تر اوسه پورې د ای پي ایل د ځای  ډاګه کېدو په تړاو کره مالومات نشته دی. چې دا لیګ به په هند کې تر سره شي او که بهر خو یو شمیر راپورنه کاږي چې دا لیګ په هند کې دننه تر سره کېږي.  په ورته حال کې رسمي سرچینې زیاتوي چې ای پي ایل پرېکړه د نړیوال جام ترسره کېدو او نه ترسره کېدو ته تم ده. د نړیوال جام په اړه مالومات وشي نو د ای پي ایل تر سره کېدو په اړه به هم بیا پرېکړه اسانه شي.   

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې