لیګونهنړیوال کریکټ

د وروستیو راپورونو له مخې دیارلسم پړاو آی پي ایل د سيپټمبر په ۲۶ نيټه پيلیږي

ټاکل شوې وه چې د هندوستان پريمير لیګ آی پي ایل دیارلسم پړاو د مارچ په ۲۹ نېټه د چينای سوپرکیګنز او ممبې انډینز په لوبه پيل شوې وی خو د کرونا ویروس له امله دغه لیګ د نامعلوم وخت لپاره وځنډيده.اوس راپور ورکول شوې چې

BCCI

او هندي کرکټ بورډ په پام کې لري چې خپل لیګ د سيپټمبر په ۲۶ نيټه پیل کړي.دا چې هندوستان کرکټ بورډ په

ICC

کې پوره صلاحیت لري شاید نړیوال شل اوریزه جام او اسیا جام د دې لیګ قریاني شي.داسي اټکل کیږي چې کوربتوب به یې د بینګلور او چينای په غاړه وي ډېری میچونه به په سویل هندوستان کې ترسره کیږي.د بي سي سي آی لومړی پرېکړه دا وه چې ټول لیګ په ممبې ایالت کې ترسره کړي خو هلته وضعیت یو څه بحراني دی. د آی پي ایل ټیمونو ته تر دې دمه د دې پلانونو په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي خو تر دې دمه غیر رسمي خبرې روانې دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې