لیګونهنړیوال کریکټ

د مشهوه افریقایي لوبغاړو په شتون کې د جون په ۲۷ نيټه د کرکټ یو نا اشنا لیګ پیلیږي

جنوبي افریقا کرکټ بورډ په پام کې لري چې د روانې جون میاشتې په ۲۷ نېټه د درې لوبډلو ترمنځ ۳۶ اوریزه سیالۍ په لار واچوي. دغه سیالۍ به په ډېر نوې تکتیک او تخنیک ترسره کیږي چې لا تراوسه یې په نړۍ کې هیچا سوچ هم نه دی کړې.دغه سیالۍ په سینچورین ایالت کې ترسره کیږي او د

‘3TC’

نوم ورکول شوې.د

‘3TC’

فارمټ په لوبو کې درې ټیمونه لوبیږي چې هر یو به یې د یو بل پر وړاندې ولوبیږي دلته به ۱۲ اورونه ترسره کیږي چې هرې لوبډلې ته به شپږ شپږ اورونه ترسره کیږي.دا درې واړه لوبډلې د جنوبي افریقا کرکټ بورډ رسمي اعلان کړې دي چې پکې به پخوانی افسانوي کرکټر ای بي ډي ویلرز، اوسنی لوبډلمشر کوینټن ډي کاک، او ترڅنګ یې چټک بالر کيګاسورباډا، د لوبډلو کيپتانان وي. د ډي ویلرز سره به په لوبډله کې، ایډن مارکرم، لونګي نګیډي، انډيل پيلک وای و، راسي ونډر ډوسن، جونیور ډالا، کایل وریرن، سیسندا مګالا،

همدا شان به د کوینټن ډي کاک سره په لوبډله کې

ډیویډ ميلر، ټيمباباوما، انریچ نورټیج، ډيوین پریټوریس، بیورین هینډریکس،جي جي سمیت، لوټو سيمپلا،د دې ترڅنګ له رکاګیسو رباډا سره په لوبډله کې پخوانی کيپتان فاف ډوپلیسیس، چټک بالر کریس موریس، تبریز شمسي، ریزا هینډریکس، جانيمن ملن، هینریچ کلاسین، ګلینټن سټورمن، شامل لوبغاړي دي.

په درې ټیمونو کې به ۸ اته لوبغاړي شامل وي چې د یوبل پر وړاندې به لوبې ترسره کړي که چيرته لوبه مساوي شي نو سوپر اور پکې هم ترسره کیدلی شي. د دې ترڅنګ د فیلډینګ لپاره درې نور لوبغاړي هم لوبډله غوښتلی شي. که چيرته د لوبډلې ۷ ویکټې وغورځیدلي نو پس د وخته بیا لاسټ ویکټ یا وروستۍ ویکټه هم په ځان له ځان لوبه ترسره کولای شي.دغه سیالۍ به د ۳۶ اورونو وي او هره لوبډله به ۶ شپږ اوره د یو بل پروړاندې کوي.د لوبې په لومړی نيمه یې کې به درې واړه لوبډلې د توپ وهنې توپ اچونې او فیلډینګ لپاره راښکته کيږي.که چيرته په لوبه کې باران شي نو اورونه به د ۳۶ څخه ۳۰.۲۴ او یا هم ۱۸ ته راښکته کيږي.

همدا شان که دوه ټیمونه سره مساوي شي او یوټیم مستقيماً دواړه سیالۍ وګټې نو دوه لوبډلې به سره یو اور ترسره کوي او له هغه وروسته به بیا د مډال د ګټلو هڅه کوي. د دې سیالیو لپاره د برنزو مډال، د سپينو زرو مډال او همدا شان د ګټونکې لوبډلې لپاره د سروزرو مډال ورکول کیږي.یاده دې وي چې دغه سیالۍ به ماښام لخوا ترسره کیږي چې د مینوالو لپاره یوه ښه تفریح جوړیدلی شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې