دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

ګوتم ګمبیر: ډوني که چیرې پدې نمبر توپ وهنه کوله نو ګڼ ریکارډونه به یې مات کړې وه

وېرات کوهلي چې په هدف تعقیب کولو کې یو له غوره نومونو څخه دی او د اهدافو په تعقیب کې تخصص لري. نو په ورته وخت کې ایم ایس ډوني یو له هغو لوبغاړو څخه دی چې ګڼ ریکارډونه یې مات کړې دي. خو بیا هم پخواني توپ وهوونکي ګوتم ګمبیر ویلي دي که چیرې ډوني په په ۳ نمبر توپ وهنه کوله نو ګڼ ریکارډونه به یې د توپ وهنې مات کړې وای. 

دا په داسې حال کې ده چې د مینه والو له لوري وپوښتل شول چې د ډوني او کوهلي څخه دې یو لوبغاړی غوره کړې چې ګوتم ګمبیر ډوني غوره کړ خو عرفان پټان بیا کوهلي غوره کړ.

په هر حال ګمبیر وویل دا خورا عجیبه ده چې کوهلي په دریم نمبر توپ وهنه کوي او ډوني په اووم نمبر توپ وهنه کوي. که ډوني د کوهلي په څېر دریم نمبر باندې توپ وهنې ته ښکته شوی وای نو اوس به یې د توپ وهنې په برخه کې ډیری ریکارډونه مات کړې او جوړ کړې وه.  ګوتم ګمبیر وویل، که ډوني د هند لوبډلې لوبډلمشري پر غاړه نلرله او په دریم نمبر یې توپ وهنه تر سره کوله نو شاید چې ډوني د کریکټ په نړۍ کې بل ډول لوبغاړی وای او څارې به یې نه لیدل کېده.

خو په ورته حال کې یوسف پټان د ګوتم ګمبیر له نظر سره موافق نه وه او وویل، ډوني په دریم نمبر کې د توپ وهنې لپاره خورا زیات چانس درلود خو مګر د ډوني له لوري ورته هېڅ پاملرنه ونشوه. هغه ګمبیر ته وویل، که تاسې وېرات پر ځای ډوني د دریم نمبر توپ وهنې لپاره غوره کوئ نو دا سم کار ندی ځکه دلته تخنیک ته اړتیا ده زه له ډوني څخه انکار نه کوم چې ګواګي هغه پیاوړی لوبغاړی ندی خو زما په اند کوهلي له ډوني غوره دی او د تل لپاره به زه وېرات کوهلي غوره کوم. 

خو ګمبیر هم یوسف پټان بې ځوابه پرې نښود او ورته یې وویل، زه به بیا د تل لپاره ډوني غوره کوم. که ډوني ته په راتلونکې کې چانس ور کړل شي او توپ وهنې ته په دریم نمبر ښکته شي نو خورا زیات ریکارډونه به جوړ او مات کړي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې