نړیوال کریکټ

کیون رابرټس ګوښه او نیک هيکلي د استرالیا د کرکټ بورډ نوې اجرایوي رییس وټاکل شو

استرالیا کرکټ بورډ پرون ناوخته خبر ورکړ چې د یادې ادارې اجرایوي غړی کيون رابرټس شاید له دندې ګوښه شي او پرځای به یې بل تجربه لرونکی کس دغې برخې ته معرفي شي.نن رسماً استرالیا کرکټ بورډ اعلان وکړ چې د کیون رابرټس پرځای یې نیک هیکلي د بورډ اجرایوي ریاست ته معرفي کړي. نیک هیکلي اوس مهال د
icc


شل اوریزه جام لپاره عمومي مشر هم دی،او د سږکال په پيل کې به د ښځينه و ټورنمینټ څارنه هم وکړي.د استرالیا کرکټ بورډ رییس ارل ایډینګز ویلي،، زه د کیون رابرټس څخه مننه کوم چې هیواد ته یې ښه خدمت وکړ، مونږ به په راتلونکې کې د هغه لپاره د یو مناسب ځای هڅه وکړو ترڅو خپله دنده له سره پيل کړي،،

کیون رابرټس په ۲۰۱۸ م کال کې د استرالیا کرکټ بورډ لپاره اجرایوي ریاست ته نوماند و چې له څه ځنډه وروسته نوموړی دغې برخې ته په بریالیتوب لاره پیدا کړه. یاده دې وي چې رابرټس له دې امله د دندې ګوښه شوې چې د کرونا په روان ماحول کې یې ځنې تیروتنې کړي دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې