افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

پټې سرچينې: پخوانیوافغان لوبغاړو سره لاس یوکړې تر څو اوسنۍ رهبري په ګډه له منځه یوسي

د وروستیو راپورونو له مخې داسي اټکل کیږي چې ځنې پخوانیو مشهوره افغان لوبغاړو سره لاس یو کړی ترڅو اوسنۍ رهبري له منځه یوسي، روان وضعیت ته په کتو افغانستان کرکټ بورډ په مکمل ډول په خپلو چارو کې ناکام لیدل کیږي. فرهان یوسفزی چې د افغانستان د کرکټ بورډ رییس دی په خپله کلنۍ دوره کې یې لا تراوسه پورې داسي ځانګړې کارنامه نلري چې هیوداوالو ته د ډاډ وړ وي.

اوس هغه لوبغاړي چې د دې د ګوښه کیدلو هڅه کوي په بورډ او لوبډله کې پوره صلاحیت لري.پخواني لوبغاړي اوسنۍ رهبري سمه نه بلي او ترڅنګ یې د کرکټ اجرایوي ریاست هم لغوه کول غواړي. د ځنې ناتاید شوې سرچينو پر اساس (رییس احمدزي)

پر همدې موخه له خپلې دندې تقاعد کړې چې دبورډ رهبریت په خپله غاړه واخلې. سرچینه زیاتوي د رییس احمدزي اسناد په ارګ کې پراته دې او نوموړی غواړې ترڅو د افغانستان راتلونکی چرمين وټاکل شي. رییس احمدزی تمه لري چې دا ځل د افغانستان کرکټ بورډ چرمينۍ ته ورودانګي اوله هغه وروسته په دې برخه کې بریالي ګامونه واخلې اما په دې برخه کې د پخوانیو لوبغاړو ملاتړته پوره ضرورت لري.

ترډېره بریده لوبغاړي هم په دې نظر دې چې د بورډ اوسنۍ رهبري دې ختمه او پرځای دې د دوی په خوښه یونوې چرمین د افغانستان کرکټ بورډ ته ورمعرفي شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې