دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

وهاب ریاض : پاکستان ته لوبیدل یې لومړیتوب دی

وهاب ریاض په یو بیان کې ویلي که چيرته ضرورت شي او د انګلستان سفر لپاره لوبډله چمتوالی ونیسي نو دی به پرته له سوچه د خپل ټیسټ تقاعد څخه راووځي، وهاب ریاض د پاکستان په هغه سکواډ کې شامل دی چې څه ورځي وړاندې دې لوبډلې د انګلستان خلاف د درې ټیسټ سیالیو او درې شل اوریزه لوبو لپاره اعلان کړ.

ریاض ویلي،، ماته د پاکستان کرکټ بورډ زنګ وهلی و او د انګلستان پر وړاندې یې راته د درې ټیسټ لوبو څخه د لوبیدو غوښتنه کړې.ماهم بغیر له دې چې څه سوچ وکړم ورته مې وویل چې هولوبیږم او دا زما لپاره لومړیتوب دی چې د خپل هیواد نماینده ګي وکړم،، پاکستان کرکټ بورډ د وهاب ریاض سره مرکزي قرارداد هم نه دی کړی. یاده دې وي چې وهاب ریاض او محمد عامر په یو وار د نامعلوم دلیل له مخې د ټيسټ کرکټ سره مخه ښه وکړه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې