نړیوال کریکټ

شان پولاک: د هندۍ لوبډلې تېز بالېنګ خورا پیاوړی دی

د سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر شان پولاک د هندۍ لوبډلې ستاینه کړې ده. او پر وینا یې چې اوسمهال د هندۍ لوبډلې بالېنګ لین خورا په پیاوړي دریځ کې دی. نوموړي د یکشنبې په ورځ په خپلو خبرو کې وویل چې لوبډله یې دا مهال په غوره دریځ کې ده. 

پولاک په سوني شبکه کې د خبرو پر مهال وویل: ((څومره چې د بالېنګ لین قوي کولو ته اړتیا وي په هماغه کچه هندۍ لوبډلې فاسټ بالېنګ قوي کړی دی. د بالېنګ ژورتیا، ډول چې تاسو یې لرئ. تاسو ځینې لوړ قد لرونکي او ځینې لنډ قد لرونکي لوبغاړي لرئ. چې له امله یې د هند د بالېنګ لین خورا په پیاوړي دريځ کې دی.)) 

پولاک پر بال باندې د لعاب بندېز لګولو په تړاو وویل، چې اومید لري دا بندېز به د ډېر وخت لپاره دوام ونه مومي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې