دلوبغاړو په اړه

سټیو سمت: له کیل راهول څخه متاثره یم

د هند کریکټ ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي کیل راهول اسټرالیایي کریکټ لوبغاړی سټیو سمت اغیزمن کړی دی. له سمت څخه په انسټاګرام کې د یو مینه وال له لوري وپوښتل شول چې کوم لوبغاړی ډېر عالي دی.  په ځواب کې اسټرالیایي سټو سمت د هند کریکټ ملي لوبډلې افسانوې توپ وهوونکي کیل راهول یادونه وکړه او وویل، چې راهول یو عالي لوبغاړی دی او ور څخه متاثره یم.

سمت همدغه راز زیاته کړه، چې هندۍ لوبډلې ته انتظار باسي تر څو اسټرالیا ته راشي او هلته سیریزونه پیل کړې.  د یادولو وړ ده چې سمت د هند روریندرا جدېجا د اوسني وخت غوره او پیاوړی ډګر ساتوونکی ونوموه او پخوانی افسانوې لوبډلمشر ډوني یې د يو پیاوړي لوبډلمشر په توګه یاد کړ.

سمت همدا شان ای پي ایل د خپلې خوښې وړ ټورنامنټ یاد کړ، او پر وینا یې پدې لیګ کې لوبیدل ورته اسانه ندي ځکه دلته د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه پیاوړي لوبغاړي یو ځای کېږي او د یو بل پر وړاندې لوبېږي چې دا اسانه نه بریښې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې