دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

زيمبابوې کرکټ ملي لوبډلې خپل تمرینات د دې په موخه پیل کړل ترڅوپه جولای او اګسټ کې د افغانستان کوربتوب وکړي

په پام کې ده چې افغانستان او زیمبابوې کرکټ ملي لوبډلې په جولای یا هم اګسټ میاشت کې پنځه شل اوریزه لوبې ترسره کړي. ددې سیالیو لپاره پرون دوشنبه زیمبابوې کرکټ ملي لوبډلې خپل تمرینات په جلا جلا ډول ترسره کړل د زیمبابوې کرکټ بورډ خبر ورکوي چې د کرونا په روان ماحول کې یې لوبغاړي لومړی ټیسټ او له هغه وروسته یې تمریناتو ته پريښودل، یاد بورډ زیاتوي لوبغاړو ته یې لارښونه کړې چې په خپلو ولایتونو کې تمرینات ترسره کړي چې

د دې له ډلې څخه په هاریر سپورټ کلب کې ، فزار اکرم، ریان بورل، سکندر رضا بټ، چمونوارا چبابه، ایلټن چیکمبورا، ګریک ایروین، کیل جاروپز، ټیناشي کامو نهو کموي، نیویلا مدزیوا، ویلیم ماشینګ، پيټر جوزیپ موور، ریان، او برینډن ټایلر، همدا شان بیا په هاریر تکا شنګا سپورټ کلب کې،

ریګیس چکباوا، لوک جونګوي ، ویسلي، ټیمسن ماروما، ویلنګټن مساکادزا، فراینس مسواور، ټيپاوا موفودزا، ټینو ټینډا موتمبازي، ریچمنډ موتمبامي،ریچارډ نګاراوا، ویکټور نویچي،د دې ترڅنګ په ميډ لینډز ولایت کې کارل مومبا، میډلینډز کډوما کې برینډن موټا، ماسوینګو لوبغالي کې بیا ټینډی چیسورو،په مانکیلنډ کې بیا ټینډي چيترا، کیون کاسوزا، او ډونلډ ټریپانو، په یوبل ولایت کې بیا برین چيارا، کریسټوپرموفو، انسلي نیډلو، کارلټن تاشوما، او سین ویلمس، خپل تمرینات ترسره کوي.یاده دې وي چې افغانستان کرکټ ملي لوبډلې هم څه موده وړاندې په مرکز کابل کې خپل تمرینات ترسره کړل چې پکې ۲۴ لوبغاړي شامل و، دا لانده روښانه شوې چې افغانستان او زیمبابوې به د جولای په کومه نېټه د پنځه شل اوریزه سیالیو اعلان وکړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې