دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

کيمر روچ : انګلستان ته په درې ټيسټ لوبو کې ماته ورکوو

په پام کې ده چې د انګلستان په کوربتوب د ویسټ انډیز او کوربه لوبډلې انګلینډ ترمنځ د جولا په اتمه نېټه د درېو ټيسټ سیالیو څخه یې لومړنۍ پيل شي. د درې میاشتنې ځنډ وروسته به یو ځل بیا نړیوال کرکټ ترسره شي.ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډله د درې سیالیو لپاره د تيرې سي شنبې په ورځ انګلستان هیواد ته رسیدلي او هلته به د اوږد قرنطین وروسته خپله لومړی ټيسټ لوبه د راتلونکي جولای میاشت په اتمه نېټه ترسره کړي. د ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی کيمر روچ ویلي،،

مونږ له ځانه سره ښه چټک توپ اچونکې لرو، زه به خپله ډېره هڅه وکړم ترڅو انګلستاني لوبغاړي تر فشار لاندې راولم،د درې ټیسټ لوبو ګټل زمونږ لپاره ډېر مهم دي، او زمونږ هڅه به دا وي چې پیل په بریا سره وکړو،، یاده دې وي چې انګلستان کرکټ ملي لوبډله د بین سټوکز په کيپتانۍ کې خپله لومړی ټيسټ لوبه ترسره کوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې