دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

محمد حفیظ د رميز راجا پر خبرو سخت غبرګون وښود

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ الراونډر محمد حفیظ د خبریالانو سره په مرکه کې ویلي چې د کرکټ څخه تقاعد اخیستل یې خپله خوښه ده او دې برخه کې د چا مشورو ته هیڅ ضرورت نلري.څه موده وړاندې پاکستاني مشهوره تبصره کوونکي رمیز راجا ویلي و چې محمد حفیظ او شعیب ملک دې د نړیوال کرکټ څخه په ډېر درناوي ریټاېر مینټ واخلي،

ځکه پاکستان کرکټ ملي لوبډله نوې لوبغاړو ته ضرورت لري او نوې لوبغاړي په پاکستان کې زیات لیدل کیږي. حفیظ د دې خبرو په اوریدو څه وخت ځنډ وکړ خو اخر یې هم خپله خوله په رمیز راجا راخلاصه کړه،حفیظ ویلي،،

رمیز راجا د خپل نظر د څرګندولو لپاره ازاد دی خو زما د کرکټ لوبولو یا تقاعد پریکړه د هیچا په مشورې پورې اړه نلري،، حفیظ اوس مهال ۳۹ کاله عمر لري او د انګلستان د سفر لپاره په لوبډله کې ځای ورکړل شوې دی، یاده دې وي چې پاکستان کرکټ بورډ څو ورځي مخکې د انګلستان سفر لپاره خپله ۲۹ کسیزه لوبډله اعلان کړه چې پرته د حارث سهیل او محمد عامر څخه پکې ټول لوبغاړي ولیدل شو.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې