نړیوال کریکټ

د استرالیا کرکټ بورډ اجرایوي رییس کیون رابرټس شاید له دندې ګوښه شي

استرالیا کرکټ بورډ خبر ورکړ چې د یادې ادارې اجرایوي رییس کيون رابرټس شاید له دندې ګوښه شي.کیون رابرټس د کرونا په روان ماحول کې ځنې کړنې ترسره کړي او د همدې غلطیو په وجه به د خپلې تیروتنې سزا وګوري.استرالیا کرکټ بورډ ویلي چې د نوموړي په حق کې به په ۲۴ ساعتونو کې پرېکړه اعلان شي.همدا شان بیا د سیډني مارنینګ هیرالډ، خبر ورکړ چې د رابرټس په اړه به وروستۍ پرېکړه د چهارشنبې په ورځ رسماً اعلان شي.رابرټس په ۲۰۱۸ م کال کې د استرالیا کرکټ بورډ اجرایوي رییس وټاکل شو.

له دې څخه مخکې جمیز سدرلینډ د استرالیا کرکټ بورډ رییس و.که چيرته رابرټس خپله دنده له لاسه ورکړي نو هغه به د استرالیا د رګبي ملي لوبډلې سره مل شي او شاید په غټ مارجن دنده ترلاسه کړي.دا چې استرالیا کرکټ بورډ د راتلونکې نړیوال شل اوریزه جام لپاره چمتوالی نیسي نو هیڅ ډول تیروتنه نه مني، د استرالیا هیواد لومړي وزیر سکاټ موریسن ویلي و

چې نړیوال شل اوریزه جام به په خپل وخت ترسره کیږي او همدا شان لوبغالو کې به د
10,000
نندارچیانو ګډون ختمي وي.
یاده دې وي چې په ډېر اساس وخت کې استرالیا کرکټ بورډ دغه پرېکړه کړی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې