نړیوال کریکټ

دوه لوبډلې چې دا ورځ یې نه هیریدونکي ده

د نړیوال جام ګټل د هر هېواد د لوبډلې هیله وي. که کومه لوبډله غواړي چې د نړیوال جام په څېر ستر ټورنامنټ وګټي نو یاده لوبډله باید بشپړ چمتووالی او ښه بخت باید ولري. چې په تېر نړیوال جام کې افغان لوبډلې هېڅ ښه فارمنس ونکړ او په مسلسل ډول یې ۹ واړه سیالۍ وبایللې چې دا اوس یوه بد قسمتي وه د افغان لوبډلې لپاره او په تاریخ کې د افغان لوبډلې لپاره به یوه ترخه خاطره وې. خو نن درته بیا هغه دوه لوبډلې در پېژنو چې د دوی لپاره بختوره او نه هیریدونکي صحنه وه او نړیوال جام یې وګاټه:

۱- هندوستان (۱۹۸۳)

هندۍ لوبډلې په ۱۹۸۳ کال کې نړیوال جام وګاټه. خو هیچا دا فکر نه وه کړی چې هندۍ لوبډله به د نړیوال جام اتلولې وګټي هغه وخت هندۍ لوبډله دومره غښتلي نه وه لکه اوس چې ده. پوهېږئ؛ هند له وېسټ انډېز څخه د نړیوال جام اتلولۍ ټرافي ګټلي وه. چې هغه وخت کې وېسټ انډېز یوه خورا پیاوړي لوبډله وه چې د ماتې په اړه به یې سوچ کول هم ستونزمن وو. پدې لوبه کې چې په ۱۹۸۳ کال او په جون میاشت کې ترسره شوې وه. چې هند وېسټ انډېز ته د ۱۸۴ منډو هدف وټاکه. خو په ځوابي توپ وهنه کې وېسټ انډېز یواځې ۱۴۰ منډي وکړې او په هدف تر لاسه کولو کې پاتې راغله. چې دا ورځ بیا د هند لپاره خورا بختوره او نه هیریدونکي وه. د دې بریا څخه وروسته هند بیا د وېسټ انډېز پر وړاندې یوه غښتلي او پیاوړي لوبډله وګڼل شوه. 

۲- انګلیستان: (۲۰۱۹)

د انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې په لومړي ځل د نړیوال جام د ګټلو ټرافي وګټله. د ۲۰۱۹ نړیوال جام په پای لوبه کې انګلینډ له نیوزیلینډ سره مخ شو. چې نیوزیلینډ د لومړۍ توپ وهنې په ترسره کولو سره ۲۴۱ منډې وکړې. چې په ځوابي توپ وهنه کې انګلیستان هم پسې ۲۴۱ منډې جوړې کړې. او سیالۍ یې مساوې کړه. چې  وروسته بیا سیالۍ سوپر اوور ته ووته. خو جالبه دا وه چې په سوپر اوور کې هم سیالۍ مساوې پایته ورسیده. په سوپر اوور کې دواړو کریکټ لوبډلو ۱۵-۱۵ منډې جوړې کړې. خو وروسته بیا پرېکړه د بونډریو پر اساس وشوه چې انګلیستان د نیوزیلینډۍ لوبډلې په پرتله زیاتې بونډرۍ ترلاسه کړې وې. انګلیستان د سوپر اوور په شمول ۲۶ بونډرۍ ترلاسه کړې وې او نیوزیلینډ بیا ۱۷ بونډرۍ ترلاسه کړې وې. چې بیا لدې امله انګلیستان اتله لوبډله وګڼل شوه چې د نیوزیلینډۍ لوبډلې په پرتله یې زیاتې بونډرۍ ترلاسه کړې وې. خو پدې ورځ انګلیستانۍ لوبډله خورا خوښه وه او دا ورځ یې نه هیریدونکي وه. خو دلته بیا نو د نیوزیلینډ قسمت خراب وه چې په سوپر اوور کې هم دوی بریالي نه شول او هلته هم دوی مساوي سیالۍ پایته ورسوله.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې