دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

ثقلين مشتاق : د بابر او ویراټ کوهلي پرتله غيرې عادلانه ده

ویراټ کوهلي او بابر اعظم دا مهال په نړیوال کرکټ کې یو له غوره بیټسمینانو څخه شمیرل کیږي، په داسي حال کې چې لاهم په نړیوال کرکټ کې ویراټ کوهلي پر نورو لوبغاړو راج کوي.د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی سپینر ثقلین مشتاق ویلي،، بابر اغظم او ویراټ کوهلي ټاپ ترینه کرکټران دي، او له ذهني پلوه خورا پیاوړي دي، دوی دواړه په لوبغالي کې د ډېرو منډو هڅه کوي خو دلته فرق په دې کې دی چې ویراټ قهرجن دی او بابر بیا ارم او سکون لرونکی لوبغاړی دی،

د کوهلي سره د بابر پرتله کول غیرعادلانه دي ځکه چې وروسته له ډیرې مودې راهیسې په ټوله نړۍ کې ویراټ کوهلي فعالیت کوي لیکن بابر اوس راستون شوې او ډېر اوږد کرکټ ته ضرورت لري،، ثقلین همدا شان په اوسني وخت کې د ټاپ سپینرانو یاده هم وکړه، مشتاق د نړۍ ښه سپینر استرالیایي نیتن لاېن، هندي روي چندر اشوین، کلدیپ یاداپ، بنګله دیشی شکیب الحسن، پاکستانی یاسر شاه او شاداب خان د اوس وخت غورا سوکه توپ اچونکې یاد کړل.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې