نړیوال کریکټ

ګوتم ګمبیر د سیاسي اختلافاتو سره سره بیا هم د افریدي د رغېدو هیله وکړه

د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر شاهد خان افریدي وړمه ورځ پر خپل رسمي ټوېټر “اکاونټ” باندې خبر ورکړ چې پر کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ باندې اخته شوی دی او له خپلو مینه والو یې د روغتیا او د رغېدو دوعا غوښتې ده. 

په ورته وخت کې د هندوستان پخواني اوپنر توپ وهوونکي ګوتم ګمبیر د خپل سیال شاهد افریدي د ژر روغتیا لپاره دوعا کړې ده او هیله یې څرګنده کړې ده چې افریدی ژر تر ژره له یادې ناروغۍ څخه ورغول شې پداسې حال کې چې دوی له یو بل سره ژور سیاسي اختلافات هم لري. د ګمبیر د دې کار د ګڼو ټولنېزو رسنیو کارونکوو زړه خپل کړی دی او لدې کار څخه یې ستاینه کړې ده او خلکو ته یې څرګنده کړې ده چې د کریکټ لوبغاړي په سخت وخت کې د یو بل لاسنیوی کوي. 

ګمبیر بیا لیکلې دي، هېڅوک باید پر دغې ناولې ویروس باندې اخته نشي. که څه هم زه له شاهد افریدي سره سیاسي اختلافات لرم نو لدې سره سره بیا هم نوموړي ته د ژر رغېدو هیله کوم او تمه لرم چې نوموړی ژر تر ژره روغ رمټ شې. 

د یادولو وړ ده چې شاهد خان افریدي او ګوتم ګمبیر له یو بل سره پر ټولنېزو رسنیو خورا ګرم سیاسي بحثونه کړې دي او وخت نا وخت یې د یو بل نظرونه او انتقادونه غندلې دي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې