دلوبغاړو په اړه

کریکټ بورډ د ضیا شریفي په حق کې ظلم کړی

د افغانستان کریکټ بورډ نږدې یوه اونۍ وړاندې په پلازمینه کابل کې د ۲۲ لوبغاړو په شتون کې د اصغر افغان په کیپتانۍ کې د نړیوال جام او اسیا جام چمتووالې لپاره یو رونیز کمپ پرانیسته. چې په یاد کمپ کې هغه لوبغاړي اخیستل شوي دي چې ځینې یې د اخیستو وړ نه دي او کوم چې د اخیستو وړ دي هغه په کورونو کې ناست دي. د بیلګې په توګه افتاب عالم او نجیب ترکی د دې کمپ د اخیستو وړ وه خو کریکټ بورډ دا دواړه لوبغاړي په لومړیو کې نه ول اخیستې.  اند نجیب الله ترکي ته خو کریکټ بورډ ویلي وه، چې ته د شل اورېزو لوبو لوبغاړی نه یې پداسې حال کې چې نجیب الله ترکی د شل اورېزو لوبو سپشلیسټ لوبغاړی دی. خو دا چې پر کریکټ بورډ باندې د هېوادوالو له لوري نیوکې وشوې او د هېوادوالو له سختو غبرګونونو سره مخ شو نو سمدلاسه یې نجیب الله ترکی او افتاب عالم په یاد تمریناتې کمپ کې شامل کړ او ۲۲ کسیزه نوملړ پر ۲۴ کسیزه نوملړ باندې بدل شو. په هر حال مونږ نه وایو چې دا دواړه لوبغاړي د یاد کمپ لپاره مناسب لوبغاړي نه ول دا دواړه مناسب لوبغاړي ول او له نیکمرغه دواړه لوبغاړي واخیستل شول. 

له ضیا شریفي سره څنګه ظلم روان دی؟ 

ضیا شریفي د افغان کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی توپ اچوونکی دی. خو د افغان کریکټ بورډ له لوري هېڅ نوموړي ته پاملرنه نده شوي او نه هم د افغانستان کریکټ بورډ له لوري په نظر کې نیول شوی دی. شریفي یو له هغو لوبغاړو څخه دی چې په رمضان میاشت کې به یې د نورو بوختاوو تر څنګ خپل تمرینات جاري ساتلې وه او د ورځې به یې نږدې ۳/۳ نیم ساعته په مسلسل ډول تمرینات کول هغه افغان کرېکنفو ته په خبرو کې ویلي وه چې د قرنطین پدغه سخته موده کې یې بیا هم خپل تمرینات جاري ساتلې دي او خپل تمرینات یې له پامه ندي غورځولې خو افغان کریکټ بورډ د نوموړي هڅې له پامه غورځولې دي او په روان تمریناتې کمپ کې یې ځای ندی ورکړی چې دا د یو داسې زیارکښه لوبغاړي لپاره یو ډول نا اومیدي ده او په ځانګړي توګه د یو ځوان لوبغاړي کیریر ته زیان رسول دي.  کریکټ بورډ باید د ځوانو لوبغاړو هڅو او کارګردګیو ته پاملرنه وکړي. نه دا چې په لوبډله کې دي خپلوي او ملګرتیا ته وکتل شي. کریکټ بورډ باید د ځوانو لوبغاړو حق ورکړي نه دا چې د ځوانو لوبغاړو کیریر ته زیان ورسوي کریکټ بورډ باید د لوبغاړو هڅې په پام کې ونیسې نه دا چې د لوبغاړو هڅې له خاورو سره خاورې کړې. کریکټ بورډ باید د ضیا شریفي په څېر ورته لوبغاړو هڅې درک کړې او باید په داسې روانو تمریناتې کمپونو کې د ځای پر ځای کېدو زمینه مساعده کړای شې.  د یو څو کاله افغانستان او د یو بریالي کریکټ بورډ په هیله…!

لیکنه: محمدشبیرحسنزی

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې