دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

فیل سيمونس : د انګلستان سفر ته پوره چمتوالی لرو

ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله او تر څنګ یې انګلستان کرکټ ملي لوبډله د جولای په اتمه نېټه خپله لومړی ټیسټ لوبه پیلوي،د ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي فیل سیمونس، ویلي،، زه ډېر خوښ یم چې مونږ د انګلستان سره په دوره کې درې ټیسټ لوبې لرو، مونږ به د درې واړه ټیسټ لوبو د ګټلو هڅه وکړو، خو ستونزه داده چې مونږ درې لوبغاړي چې د ټیسټ لپاره خورا مهم و هغوۍ د تګ څخه انکار کړی و،

مونږ د تیري سي شنبې په ورځ انګلستان هیواد ورسیدو زمونږ لوبغاړي د څو اونیو لپاره قرنطین دي،زمونږ کرکټران لوبو ته ضرورت لري او باید سیالۍ ترسره کړي، زه د شیمرن هيټماېر په نشتون ډېر زیات خفه یم ځکه د هغوۍ اهمیت مونږ ته معلوم دی دا چې نشته کمې به یې ډېر زیات احساساو،،یاده دې وي چې ویسټ انډیز او انګلستان کرکټ ملي لوبډله د جولای په اتمه نېټه خپله لومړی ټيسټ لوبه پيلوي چې د کرکټ ډېری مینوال ورته انتظار باسي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې