نړیوال کریکټ

راشد لطیف: یونس خان د مصباح الحق حیاء خوندي کولو په پار را مخته شوی

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی ویکټ کيپر توپ وهونکی راشد لطیف وایي، پاکستاني کرکټ بورډ پښتون لوبغاړی یونس خان د مصباح الحق د حیاء خوندي کولو لپاره رامخته کړی دی.

نوموړي د کریک باز یوټیوب چینل سره په خپلو خبرو کې ویلې، پاکستاني بورډ په سیاسي لوبه کې تجربه کاره توپ وهونکی یونس خان د انګلستان سفر کې پاکستانۍ لوبډلې سره په دې موخه روزونکی ټاکلی، چې که د لوبډلې توپ وهونکي سمه نتیجه ورنکړي، نو پړه به یې د مصباح الحق پر ځای یونس خان ته ور واچوي.

د راشد لطیف په خبره پاکستانی بورډ نه غواړې یونس خان سحنې ته راولي او یو ډول یې له کرکټ څخه څنګ ته کړی، څو د نوموړي غصه را وپاروي او هم دغه بورډ په کرکټ کې د سیاست لوبه کې هڅه کوي، څو یو کس را وغورځوي.

خپله یونس خان د خپلې نوې دندې په اړه حیرانتیا ښودلې، خو نوموړي ویلې مصباح الحق سره یو ځای به د لوبډلې پرمختګ لپاره کار وکړي.

د پخواني ویکټ کیپر توپ وهونکي راشد لطیف دغه څرګندونې داسې مهال کیږي، چې بلخوا د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې بل پخواني لوبغاړي او د کرکټ اوسني مبصر رمیز راجا د انګلستان سفر لپاره د لوبډلې په انتخاب سختې نیوکې کړې او د مصباح الحق دغه کړنه یې نا مناسبه یاده کړې.

نوموړي ویلي د انګلستان سفر لپاره د لوبډلې په انتخاب کې د ځوان حیدر علي او خوش دل شاه په ټاکنه لا هم مصباح ته ۱۰ نمرو څخه د ۵ نمرو د ورکړې یادونه کړې او همدا راز یې ویلې مصباح الحق په حیرانونونکې توګه په زړو څهرو باور کړی، چې الراونډر شعیب ملک او محمد حفیظ یې یو ځل بیا لوبډلې سره ملګري کړي، چې د نوموړي په باور اوسني وخت کې دواړو ته اړتیا نه لیدل کیږي.

پاکستانۍ لوبډله د انګلستان خلاف راتلونکې اګسټ او سيپټمبر میاشت کې ۳ ټیست او همدومره ۲۰ اوریزه سیالۍ لري، چې ورته د لوبډلې انتخاب وروسته د موجوده او پخوانیو مسولینو ترمنځ ناندرې پیل شوې دي او د یو شمېر لوبغاړو په انتخاب او د ځینو په ګوښه کېدو غبرګون را پاریدلی دی.

احسان ساپی

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې