دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

راشد خان ارمان : ګيل، کوهلي، ډي ویلرز، او انډریو رسل ته توپ اچونه کول یوڅه سخت دي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي راشد خان ارمان د هندي سوکه توپ اچونکې چهل سره په یوه ویډویي مرکه کې ویلي،، هندي ویراټ کوهلي، ویسټ انډزی کریس ګيل، انډریو رسل، او جنوبي افریقایي ای بي ډي ویلرز،ته توپ اچونه ډېره سخته ده او که چيرته لوبغالی یو څه لنډ وي نو بیا تري توپ اچونکی په ډېرې سختۍ خلاصيږي،،

راشد خان ارمان په ۲۰۱۷ م کال کې د هندوستان په سوداګریز لیګ کې واخیستل شو، او خپله لومړی لوبه یې د رایل چيلنجرز بینګلور خلاف وکړه، نوموړی د سیالۍ اووم اور ته غوره شو چې د مندیپ سینګ ویکټ یې ترلاسه کړه.راشد خان ارمان د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نوموتی کرکټر دی چې د نړۍ په ګڼ شمير لیګونو کې د افغانستان استازیتوب کړې.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې