دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د کرکټرانو رسمي اکاونټونه له دې وروسته څارل کیږي

د کرکټرانو رسمي اکاونټونه له دې وروسته څارل کیږي

ICC
یا د کرکټ نړیوالې شورا خبر ورکړ چې له دې وروسته به د لوبغاړو ټولو اکاونټونه لکه، وټساپ، انسټګرام، ټوېټر، او نورې هغه رسنۍ چې دوی پکې فعالیت کوي وبه څارل شي.د کرکټ نړیوالې شورا تاید کړه چې ځنې لوبغاړي د شخصي ګټو لپاره پوسټونه کوي چې ترډېره پکې د فساد بوې لیدل کيږي.د کرکټ نړیوالې شورا د فساد د مبارزي څانګې ویلي،،

مونږ تر دې دمه د دوه لوبغاړو غیري قانوني میسجونه له ځانه سره لرو، دا چې سیالۍ نشته نو ډېر لوبغاړي د خپل شخصي اکاونټونو څخه غلطه ګټه پورته کوي، مونږ په ډېر جدیت سره وایو که لوبغاړي تیروتنه وکړي نو بیا به ورسره قانوني چلند کیږي،، یاده دي وي چې د کرکټ نړیواله شورا ټولو برخو ته په اوسني وخت کې ژوره پاملرنه کوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې