افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

حمید حسن له “هېوادوالو” غوښتې چې د پلار جان روغتیا لپاره یې دوعا وکړي

د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې پخواني نامتو تېز توپ اچوونکي حمید حسن له خپلو درنو هېوادوالو څخه غوښتنه کړې ده چې د نوموړي د پلار د ښه صحت لپاره دوعاوې وکړې او په خپلو دوعاګانو کې د نوموړي پلار ته د ښه روغتیا غوښتلو دوعا وغواړي. 

حمید حسن پر خپلې رسمي فسېبوکپاڼې باندې یو پوسټ خپور کړی دی. چې پکې نوموړي د خپل پلار جان د رغېدو لپاره له هېوادوالو څخه د دوعا غوښتنه کړې ده. د نوموړي پر وینا چې پر پلار باندې یې د زړه حمله راغلې ده. 

حمید حسن د افغان کریکټ ملي لوبډلې ځانګړی نوم دی هغه په ډېر کمه موده کې د افغان لوبډلې لپاره خورا بې څار هڅې او کاګردګي ترسره کړې. او په ډېره کمه موده کې یې د افغان لوبډلې نوم روښانه کړ. د نوموړي یوه ښه ځانګړنه دا وه، چې همیش به یې د سیالۍ پر مهال د افغانستان بیرغ په خپل سر او مخ باندې پوښلی وه.

نوموړی په خپل وخت سره د تېز بالېنګ پلار ګڼل کېده او د نړۍ غښتلې لوبډلې د حمید حسن د یارکرو توپونو سره ستونزه کې وې.  د یادونې وړ ده چې د حمید حسن څخه څو ورځې وړاندې راشد خان هم د خپلې مور لپاره له هېوادوالو څخه د ښیې روغتیا لپاره دوعا غوښتنه کړې وه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې