دلوبغاړو په اړه

بین سټوکس: د وېسټ انډېز خلاف لوبډلمشرۍ ته چمتو یم

میلمه وېسټ انډېز د درې ټېسټ سیالیو لپاره انګلیستان ته رسیدلۍ ده. او په راتلونکې جولای میاشت کې به پر سیالیو پیل وکړې دا مهال وېسټ انډېزۍ لوبډله هلته قرنطین ده خو خپل تمرینات د روغتیا نړیوال سازمان د لار ښوونو په نظر کې نیولو سره ترسره کوي.

د انګلیستان او وېسټ انډېز ترمنځ به لومړۍ سیالۍ د جولای پر اتمه نیټه پیل شي چې د جولای تر ۱۲ مې نیټې پورې به دوام وکړي.  د یادولو وړ ده چې د انګلیستان لپاره به د لومړۍ ټېسټ لوبې د کیپتانۍ دنده بین سټوکس پر مخ یوسې، ځکه چې په یاده سیالۍ کې به لوبډلمشر جي روټ شتون ونلري چې له کبله یې سټوکس پر ځای لوبډلمشر ټاکل شوی دی. 

په ورته حال کې سټوکس ویلي دي، چې د وېسټ انډېز پر وړاندې لوبډلمشرۍ ته چمتو دی. سټوکس همدغه راز زیاته کړه: ((مونږ د لا چمتووالې لپاره خپل تمرینات جاري ساتلې دي. خو په قرنطین کې دا چاره اسانه نه وه او وخت نا وخت به یې له خپګان سره مخ کولو. او اوس خوښ یو چې کریکټ یو ځل بیا پیلوو.)) 

د یادونې وړ ده چې د دواړو کریکټ لوبډلو ترمنځ به سیالۍ د بندو دروازو ترشا ترسره شي او هېڅ کوم تماشاچې ته به اجازه ورنکړل شي چې سیالۍ له نږدې ننداره کړي. په لوبغالي کې به یواځې مسؤلو چارواکو او د لوبډلو کارمندانو ته اجازه ور کړل شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې