نړیوال کریکټ

استرالیا کې د ورزش ټول لوبغالي یو ځل بیا پرانیستل کیږي او مینوالو ته یې د ناستې اجازه هم ورکړل شوې

د استرالیا لومړي وزیر اعلان وکړ چې په استرالیا کې به سر له سبا ټول ورزشي لوبغالي بیا پرانیستل شي او د لوبو مینوال کولای شي چې سیالۍ له نیږدې ننداره کړي.کال بیک چې د استرالیا د ورزش برخې مشر دی خبر ورکوي چې ټول تدابیر یې په پام کې نیولي او له هغه راوروسته یې دغه پرېکړه اعلان کړې هغه زیاته کړې په استرالیا کې کرونا ویروس ورو ورو په کمیدو دی او ترډېره بریده داسي ګنګوسي هم شته چې دغه ویروس به په مکمل ډول ختم شي.

کال بیک څه موده مخکې هم خبر ورکړي و، چې ډېر ژر به په استرالیا کې ورزشي لوبې پیل شي،، دا د استرالیا او ټولو د کرکټ مینوالو لپاره په زړه پورې خبر ځکه دی چې دا ځل نړیوال شل اوریزه جام په استرالیا هیواد کې ترسره کيږي او د کرکټ ګڼ شمېر مینوال ورته په تمه دي، د کال بیک په خبر سره پوره ډاډ ترلاسه کیږي چې نړیوال شل اوریزه جام به په خپل وخت ترسره شي. یاده دې وي چې شل اوریزه نړیوال جام د اکټوبر په ۱۵ نېټه پیل او د نومبر په ۱۸ نېټه پاې ته رسيږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې