نړیوال کریکټ

مصباح: وهاب ریاض د انګلینډ پر وړاندې سیالیو ته چمتو دی

د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې سر روزونکي مصباح الحق په خپلې تازه مرکه کې ویلي دي، چې د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې کيڼ لاسی تېز توپ اچوونکی وهاب ریاض د انګلینډ پر وړاندې راتلونکې ټېسټ سیریز ته چمتو دی او ښه تمرینات یې ورته ترسره کړې دي.

مصباح الحق د جمعې په ورځ په یوه ټیلفوني اړیکه کې له وهاب ریاض سره خبرې وکړې. چې وهاب ریاض ورته ډاډ ورکړی دی او ویلي یې دي که چیرې د انګلینډ پر وړاندې راتلونکې ټېسټ سیریز کې اړتیا وې نو دا چمتو دی چې د انګلینډ پر وړاندې ولوبېږي.

وهاب ریاض یو له هغو لوبغاړو څخه دی چې د ۲۰۱۸ میلادي کال راهیسې یې هېڅ کومه ټېسټ لوبه نه ده ترسره کړي. وهاب ریاض د سفر لپاره د پاکستان په ۲۹ غړو لیست کې شامل دی.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې