نړیوال کریکټ

یونس خان د کریکټ نړیوالې شورا پر وړاندې غبرګون وښود

د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې د توپ وهنې نوي روزونکي یونس خان د کریکټ نړیوالې شورا پر هغې پریکړې غبرګون وښود چې د کریکټ نړیوالې شورا پر بال لعاب کولو باندې بندېز ولګوه. خو یونس خان دغې پریکړې باندې غبرګون وښود.  یونس خان همدغه راز زیاته کړله، چې دا چاره به خورا سخته وي د توپ اچوونکو لپاره او توپ اچوونکو ته به ستونزې د توپ اچونې پر مهال را ولاړې کړې.

د کریکټ نړیوالې شورا د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ پر وړاندې په کریکټ کې نوي مقررات وړاندې کړل.  چې یو یې هم د بال لعاب کولو باندې بندېز دی خو که چیرې لوبغاړی سهوه کې دا چاره ترسره کوي نو بیا کومه ستونزه نشته خو که بار بار یاده کړنه ترسره کړي نو لوبڅار به د توپ وهنې لوبډلې ته ۵ اضافي منډي ورکړي.  د یادولو وړ ده، یونس خان څو ورځې وړاندې د پاکستانۍ لوبډلې توپ وهنې روزونکی وټاکل شو او د یادې لوبډلې په اړه یې وویل، چې دا مهال وخت ورسره کم دی او بل لوري ته لوبغاړي هم نشي کولی چې له نږدې روزونه ترلاسه کړي خو نوموړي ډاډ ورکړ چې د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې توپ وهنې برخه به خورا قوي او ځانګړي وي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې