دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

پاکستان کرکټ ملي لوبډلې خپل سکواډ د انګلستان پر وړاندې اعلان کړ

پاکستان کرکټ ملي لوبډلې خپله لوبډله د انګلستان پر وړاندې اعلان کړه. چې پکې یوازي محمد عامر، او حارث سهیل پر دې وجه له لوبډلې څخه لري شوې چې عامر بیا د خپل راتلونکي ماشوم لپاره انتظار باسي او د سهیل په اړه دقیق معلومات نشته خو پاکستان کرکټ بورډ ویلي چې دواړه په خپله خوښه یاد سفر ته له تګ انکاري شوې دي.پاکستان کرکټ ملي لوبډله به په اګسټ میاشت کې د انګلستان سره د هغوۍ په کوربتوب د سیالیو پیل وکړي، او له هغه وروسته به د اسیا جام لپاره راستانه شي.پاکستان کرکټ بورډ به د ۲۸ لوبغاړو په شتون کې ۱۴ ملاتړ کوونکي هم ولري چې پکې به د بالینګ توپ وهنې فیلډینګ او د نورو برخو روزونکي شامل وي.

پاکستان کرکټ ملي لوبډلې سره په ۲۸ کسیزه لوبډله کې ، عابد علي، فخر زمان، امام الحق، شان مصعود، شعیب ملک، محمد حفیظ، افتخاراحمد، فواد عالم، اسد شفیق، خوشدیل شاه، محمد رضوان، سرفراز احمد، بابر اغظم، یاسر شاه، شاداب خان،کاشيف بختي، اماد وسیم، وهاب ریاض، عثمان شینواری، سهیل خان، شاهین شاه افریدی، نسيم شاه، محمد حسنین،محمد عباس، فهیم اشرف، عمران خان،او اظهرعلي، شامل لوبغاړي دي.یاده دې وي چې انګلستان کرکټ ملي لوبډله د جولای په اتمه نېټه نړیوال کرکټ بیرته پیلوي، ویسټ انډیز د تیرې سي شنبې په ورځ انګلستان ته سفر وکړ، انګلستان او ویسټ انډیز لوبډلې درې ټیسټ لوبې لري چې خپله لومړی لوبه به د جولای په اتمه نېټه بغیر له ننداره چيانو ترسره کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې