لیګونه

آی پي آیل ښايې سږ کال بهر ترسره شي

د هندوستان غوره لیګ چې له ډېر وخت راهیسې د کووېډ ـ ۱۹ یا کرونا ناروغۍ له امله ځنډول شوی دی او تر اوسه پورې یې د ترسره کېدو کره نیټه او نه هم ځای په ډاګه شو. خو تازه د آی پي ایل مشر بریجش پټیل په خپلو خبرو کې دا په ډاګه کړې ده چې دا لیګ ممکن بهر ترسره شي. 

د یادولو وړ ده چې د ای پي ایل چارواکي او غړي یې د کریکټ نړیوالې شورا وروستۍ پریکړې ته تم دي. په پام کې ده چې د کریکټ نړیواله شورا به راتلونکې جولای میاشت کې د شل اورېز نړیوال جام په اړه وروستۍ پریکړه وکړي.  که چیرې د کریکټ نړیواله شورا نړیوال جام سږ کال وځنډوې نو پر ځای به یې هند خپل کورنی لیګ (انډین پریمیر لیګ) پیل کړي. هند غوره لیګ مخکې هم په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ کلونو کې د ټاکنو له امله بهر ترسره شوی وه.  د آی پي ایل مشر بریجش پټیل پي ټي آی ته په خبرو کې وویل:

“مونږ به د سپټمبر او اکتوبر میاشت ته وګورو چې اسیا جام او شل اورېز جام څنګه کېږي که چیرې وځنډېږي نو مونږ به یې پر ځای ای پي ایل ترسره کړو. دا مهمه نده چې دا لیګ دې په هند کې ترسره شي مونږ به وګورو چې زمونږ لیګ په سریلانکا کې ترسره کېږي او که په متحده عربي اماراتو کې ځکه دواړو لورو مونږ ته د کوربتوب وړاندېز کړی دی.” 

نوموړي همدغه راز زیاته کړه چې دا لیګ د هندي چارواکو لپاره مهم ټورنامنټ دی دا لیګ پرته له تماشاچیانو هم ترسره کېدلی شې خو نړیوال جام له تماشاچیانو پرته نشي ترسره کېدلی.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې