دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د هندو ویرات کوهلي مقابل کې د پاکستاني بابر اعظم اقرار؛ لا هم ډېرې کارنامې ورته پاتې دي !

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې اوسني لوبډلمشر او د کرکټ نړیواله درجه بندۍ مخکښ توپ وهونکي بابر اعظم اقرار وکړ، چې له هندي کپتان ویرات کوهلي سره یې پرتلنه کې ډېر واټن پاتې دی.

د کرکټ نړیوال مبصرین او مینه وال ډېر کله د پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې دغه ښي لاسی توپ وهونکی بابر اعظم د هند کرکټ ملي لوبډلې مشهوره لوبډلمشر ویرات کوهلي، چې په اوسني کرکټ کې راج کوي، پرتلنه کوي، چې ګنې نوموړی یې مقابل کې سیال لوبغاړی دی او د دواړو ترمنځ د لوبې په تخنیکونو او غوره والي خبرې کوي او په وینا یې که هند ویرات کوهلي لري، نو پاکستان یې مقابل کې د بابر اعظم له شتون سره برخمن دی.

که څه هم د اسیا په کچه د مشهوره او لمړي مقام لرونکي کرکټر ویرات کوهلي مزل د بل هندي افسانوي لوبغاړي سچن ټنډولکر په پل دی، خو پاکستاني لوبغاړي بابر اعظم بیا د هندي کمینټېټر “هارشا بوګلي” سره په خپلې وروستۍ انلاین مرکه ویلې، له ویرات کوهلي څخه لا هم ډېر واټن لري او هم ورته ډېرې کارنامې پاتې، څو دغه سټیج ته ورسیږي، خو په خبره یې هڅه کې دی، چې د ویرات په څېر توپ وهونکی جوړ شي.

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویرات، چې په تخنیکي لوبې ترسره کولو او د کرکټ نړۍ کې د بال وهلو په ( ډرایو ) شاټ سره مشهور دی، ډېر کله ترې نوي کرکټران هم متاثره شوي او په اوسني وخت کې نږدې هر یو توپ وهونکی د دغه شاټ کوښښ کوي، چې په ترسره کولو سره سم دلاسه ذهن د ویرات کوهلي په طرف څرخي.

د موجوده کرکټ په وخت کې د ډرایو شاټ وهلو کې له ویرات کوهلي ور اخوا پاکستانی بابر اعظم، اسټرالوي ایرون فینچ، نیوزیلنډی لوبډلمشر کین ویلیمسن، افریقایي پاپ ډوپلیسیز، بنګله دیشی تمیم اقبال او افغان لوبغاړی رحمت شاه هغه لوبغاړي دي، چې په خورا مهارت سره دغه شاټ وهلو کې برلاسي دي، چې د کرکټ مینه وال یې دغه کړنه له ویرات کوهلي سره پرتله کوي.

احسان ( ساپی )

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې