نړیوال کریکټ

د نړیوال شل اوریزه جام نهایي پرېکړه جولای میاشت ته وځنډول شوه

icc
یا د کرکټ نړیوالې شورا خپله پرېکړه یو ځل بیا د جولای میاشت ته وځنډوله.ټاکل شوې وه چې د ۲۰۲۰ م کال لپاره دغه شورا د ټولو غړو سره د جون په ۱۱ نېټه خپله نهایي پرېکړه اعلان کړي اما روان وضعیت ته په کتو یاده پرېکړه راتلونکې میاشت ته وځنډول شوه.دغه شورا د دوه جامونو لپاره پلانونه نیسي چې یو د نارینو او بل بیا د ښځینه و شل اوریزه جام په اړه دی.د استرالیا کرکټ بورډ اجرایوي رییس کیون رابرټس،

ویلي د کرونا په روان وضعیت کې به زمونږ لپاره دا یو غټ خطر وي،، پرون د استرالیا کرکټ بورډ د ورزش څانګې وزیر کال بیګ ویلي و چې ستونزه نشته او کرونا ویروس ورو ورو په کمیدو دی، د استرالیا وزیر ډاډ ورکړی چې نړیوال شل اوریزه جام به په خپل وخت ترسره کیږي. یاده دې وي چې د نړیوال شل اوریزه جام لپاره به د راتلونکې جولای میاشت کې نهایي پرېکړه اعلان شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې