نړیوال کریکټ

اسټرالیایي لوبغاړي د اي سي سي د پریکړې ملاتړ وکړ

د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې نامتو توپ اچوونکي کېن رېچارډسن د اي سي سي یا د کریکټ نړیوالې کمیټې د هغې پریکړې هرکلی او ملاتړ وکړ. چې د چهارشنبې په اي سي سي د نړیوال جام په اړه وروستۍ پرېکړه بلې میاشتې ته وځنډوله. 

ریچارډسن چې د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی تېز توپ اچوونکی دی. نوموړي وویل، چې اوس لپاره خوښ نه وه چې د نړیوال جام په اړه دې پرېکړه وشې او د اي سي سي له دې کار څخه ملاتړ کوم چې د نړیوال جام په اړه یې پرېکړه بلې میاشتې ته وځنډوله. 

ریچارډسن خوښې څرګنده کړه او پر وینا یې “زه باور لرم چې د کریکټ نړیوالې شورا ښه پرېکړه کړې. او بله دا چې اسټرالیا او نیوزیلینډ د کرونا خپرېدو مخه ښه نیولې ده. نو له همدې امله د کریکټ بیا پیلیدو ته د خلکو هیلې زیاتې شوې دي.” 

د یادولو وړ ده چې د نړیوال جام وروستۍ پرېکړه وړمه ورځ د اي سي سي له لوري رسماً راتلونکې میاشت ته وځنډول شوه. او نهایې پرېکړه به یې په راتلونکې میاشت کې وشې. اي سي سي تمه لري چې تر راتلونکې میاشتې پورې به د وضعیت مالومات هم وشې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې