نړیوال کریکټ

ډیوین براوو : بس بس مونږ نور انصاف غواړ

د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي ډیوین براوو، د زیمبابي کرکټر پومي مبا ګوا سره په خبرو کې ویلي،،تور خلک ولي بد معرفي شوې ایا مونږ له تاسو سره مساوي حقوق نلرو؟ زما په اند هیڅ څوګ بدل اخیستل نه غواړې خو دلته د مساوات په نوم یو څه شته زه د نیلسن منډیلا، محمد علي، مایکل اردون، په څير خلکو ته اشاره کوم چې په نړۍ کې یې څاري ډېر کم لیدل کیده،او د خپل وخت تر ټولو بهترینه خلک و، دا زمونږ لپاره خواشنونکی خبر دی مونږ د تاریخ په اړه مکمل معلومات لرو چې د پيل څخه تر دې وخته پورې د تورپوستانو سره څه ډول چلن کیږي خو مونږ د انتقام په نوم څه نه پيژنو،

مونږ یوازي د مساوات او درناوي غوښتنه کوو،تورخلک همیشه نورو ته احترم کوي.زه یوازي غواړم چې زمونږ ورونه او خویندي پوه شي چې مونږ ښکلي او ځواکمن یو.بس بس مونږ مساوات غواړو مونږ نورو ته درناوی کوو غچ نه اخلو مینه کوو او د هغې چا دېر قدر کوو کوم چې مونږ ته مینې په سترګه ګورې،، دې خبرو وروسته له هغې زور اخیستی کله چې په امریکا کې یو تور پوستی جارج فلایډ ووژل شو، د ډیوین براوو څخه مخکې کریس ګیل، او ډېرن سمي هغه نومونه و چې د خپل حق غوښتنه یې وکړه او ویلي و چې باید نژاد پرستي او توکمپالنه ختمه شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې