دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

ډينل ويټوري : تاجول اسلام کولای شي په سپین بالینګ کې له کوره بهر ښه پرمختګ وکړي

د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې مخکښ پخواني بهترینه سوکه توپ اچونکي ډينل ویټوري ویلي،، چپ لاسی د ټيسټ کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی تاجول اسلام کولای شي چې په بهر کې هم د خپلې توپ اچوني څخه پوره استفاده وکړي.زه د نوموړي توپ اچونه ګورم ترډېره پکې دښه بالینګ لید کیږي او زه پر دې باور لرم چې هغه به له کوره بهر په ټيسټ کرکټ کې ډېرې لوبډلې وننګوي، ما له دې څخه مخکې د د رایل چلینجرز بینګلور، او بریسبین هیټ سره د مشر روزنکي په توګه دنده ترسره کړي وه. زه په دې کې پوره تجربه لرم چې څنګه یوسوکه توپ اچونکی د ښي لوبې لپاره اماده کړم،،

ویټوري د نیوزیلینډ لپاره مخکښ او غوره توپ اچونکی و چې ډېر وخت وړاندې یې له هر ډول کرکټ سره مخه ښه وکړه، نوموړی اوس د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې د سلو بالینګ روزونکی دی چې میاشتنې معاش نلري، ویټوري په پیل کې د بنګله دیش سره داسي قرارداد لاسلیک کړې و چې هغه به سل ورځي کار کوي او په دې ورځو کې هره ورځ چې کار ترسره کوي نو خپل ورځنی معاش به ترلاسه کوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې