نړیوال کریکټ

پاکستان کرکټ بورډ یو ځل د اسیا جام لپاره متحد عربي امارت انتخاب کړل

د پاکستان کرکټ بورډ چې دا ځل د اسیا جام کوربتوب په خپله غاړه لري د هند سره د سیاسي کړکیچ له مخې نشي کولای چې دغه جام په پاکستان کې ترسره کړي. مخکې د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني او د
BCCI
کمېټې مشر سارو ګنګولي ویلي و چې د پاکستان پرځاې دی دا جام په متحد عربي اماراتو کې ترسره شي چې همداسي وشول، خو له هغه راوروسته پرون د پاکستان کرکټ بورډ رییس احسان ماني د سریلانکا د کرکټ بورډ د رییس شمامي سیلوا سره د ادلون بدلون غوښتنه کړې وه.

دا چې په ۲۰۲۲ م کال کې سریلانکا د اسیا جام کوربتوب په غاړه لري نو پرېکړه داسي وشوه چې دا اسیا جام به په سریلانکا کې او راتلونکی اسیا جام به بیا په پاکستان کې ترسره شي.خو نن بیا په یو تازه راپور کې ویل شوې دي چې پاکستان کرکټ بورډ لا هم متحد عربي اماراتو ته په تمه دی چې د ۲۰۲۰ م کال اسیا جام کوربتوب په خپله غاړه واخلې.لیکن لا تراوسه پورې عربي اماراتو په دې اړه هیڅ کوم ډول ډاډ پاکستان کرکټ بورډ ته نه دی ورکړې.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې