نړیوال کریکټ

هندوستان د سریلانکا سره په سیالیو موافقه وښودله

د هندوستان کرکټ بورډ او د
BCCI
کميټې موافقه کړې چې لوبډله به سریلانکا ته د درې شل اوریزه او درې پنځوس اوریزه لوبو لپاره ولیږي.د دې څخه مخکې د بي سي سي آی کميټې مشر سارو ګنګولي ویلي و چې د کرونا په روان ماحول کې هیڅ کوم سفر نه ترسره کوو، ټاکل شوې وه چې په جون میاشت کې هندوستان کرکټ ملي لوبډله د دې سیالیو لپاره سفر کړې و اما د کرونا ویروس دې وخت ته دا سفر راورسوه.

هندوستان کرکټ ملي لوبډله به د ۸ یا ۱۲ اونیو پورې خپل د فیټنیس روزنیز کمپ ته ضرورت لري تراوسه پورې د یاد دوه اړخيز سیریز په اړه دقيقه نېټه نده معلومه شوې خو د ترسره کیدو چانس یې زیات دی. یاده دې وي چې سریلانکا هیواد دا ځل د اسیا جام لپاره هم تیارني نیسي ځکه پاکستان کرکټ بورډ سریلانکا ته د خپل کوربتوب چاري ور وسپارلي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې