نړیوال کریکټ

سیمی: د سنراېزر حېدراباد په ډریسینګ روم کې راته د تور پوستي خطاب شوی وه

د وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي ډیرن سیمی پدې وروستیو کې د تور پوستو سره د توپیرې چلند پر وړاندې مبارزه پیل کړې ده او د کریکټ نړیوالې شورا ته یې یو پیغام کې ویلي وه، چې د کریکټ لوبه هم له توکمېز چلند څخه پاتې نده او دا له توکمېز چلند سره مخ شوی وه.  سیمی څو ورځې وړاندې ویلي وه، چې په هند غوره لیګ کې ورته د سکالو (تور پوستي) نوم اخیستل شوی وه. خو نوموړي ویل زه نه پوهېدم چې سکالو ګواګې تور پوستو ته وایي ما فکر کوه چې دوی مونږ قوي خلک بولي او دا د قوي شخص لپاره استعمالېږي. خو چې اوس پوه شوم سخت غوسه یم. سیمی یو ځل بیا په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې د هند په ستر تجارتي لیګ کې ورته د سنراېزر حېدراباد په دريسینګ روم یا پانسمان خونه کې ورته د تور پوستي په نوم غږ شوی وه.  خو سیمی وایي، نه پوهېږم چې ما او تسیایرا پریرا ته چا د سکالو غږ کړی وه. خو سیمی په ارام ندی ناست او یو ځل بیا یې په خپل انسټاګرام اکاونټ باندې یوه ویډیو خپره کړې ده چې پکې یې ټولو ته پیغام وړاندې کړې دی چې تر څو ټول لوبغاړي توضیخات وړاندې کړې. سیمی همدغه راز “خبرداری” ورکړی دی مخکې لدې چې زه د هغو اشخاصو نومونه په ډاګه کړم دوی باید خپله د دې جملې چې ماته یې پرې د سکالو غږ کوه نورې معناوي هم وښایې او دوی د څه لپاره پرې ماته غږ کوه.  سیمی ته د سکالو یا تور پوستي نوم په ۲۰۱۳ م کال کې اخیستل شوی وه، چې هغه وخت کې ډیرن سیمی د سنراېزر حېدراباد لوبډلې لپاره لوبه کوله. سیمی پر وینا کله به چې ماته په ای پي ایل کې د تور تور نوم اخیستل کیده نو لوبغاړو به خندل.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې